Abdulhaq Faqirzada

زموږ موخه او هدف د ګران هیواد افغانستان په پښو درول او له روان وحشت ژغورل، نجات ورکول دي.

امتیاز متوسط

0.0 / 5

امتیازات

5
0
4
0
3
0
2
0
1
0

نظر خود را ارسال کنید


عنوان
رتبه بندی
نظرات
Social

در باره Abdulhaq Faqirzada

پیږندنه

عبدالحق  فقیرزاده د عبدالمبین فقیرزاده زوی د محمد یعقوب لمسی شاوخوا 27 کاله وړاندې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ  فقیرانو کلي په یوه دینداره او علم لرونکي کورنۍ کې  نړۍ ته سترګي غړولي دي، لومړنۍ زده کړې  یې په ارګون ولسوالۍ سرخت عالی لېسه کې تر سره کړې دې او د لیسې دوره یې په کابل اتمه حوزې مربط په عبدالرحیم غفورزی عالي لیسه کې تر سره کړې دي، له زراعت هرټیکلیچر او کمپیوټر ام سی آی ټي پي دغه راز د ژورنالیزم له یوشمېر لنډمهاله پروګرامونو څخه فارغ دی او اوس اقتصاد اداره او منجمنټ  وایې، په پښتو، دری او انگلیسی ژبو ښي خبري کولی شي.

 

دا چې د فقیرزاده کورنۍ یوه ویښه او د سیاست په ډګر کې یې پلار ډيره برخه لرله د قومونو د مشر او بیا تر نظامي دندو قومندان او ولسوال پورې د پکتیکا ولایت په مختلیفو ولسوالیو کې پاتې شو او بیا ورسته د خلګو په مشوره او ملاتړ دوه ځلې  د ولایتي شورا بریالی نوماند وو او د ولس د استازي په توګه یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي.

 

همدې ته په کتو زوی یې عبدالحق فقیرزاده یې هم په مختلیفو برخو کې د ټولنې د ښيګڼي او پرمختګ او په خاص ډول د ځوانانو د راویښیدو لپاره اړین  کارونه ترسره کړې دي، هغه په ۱۳۹۴ کال کې د یوشمېر نورو ځوانانو سره چې مشري یې خپله فقیرزاده کوله د پکتیکا ځوان خوځښټ ټولنې په نوم یو مدني ټولنه جوړه کړه، چې په مختلیفو برخو کې یې د مثال په ‌ډول د ځوانانو ترمنځ  ملی وحدت تامینولو، د قومونو تر منځ د شخړو،  د ټولنیز عدالت تامینولو ، تعلمی کچی ظرفیت لوړولو او ځوان کهول ته د کاري فرصتونو برابرولو ، د تاوتیریخوالی مخنیوي ، په ټولنه کې د اخلاقی فساد مخدره توکو د کرکیلی قاچاق تولید پر خلاف پراخه مبارزه ، د ناوړه دودونو د مخنیوي ، د بې وزلو سره مرستې ، كلتوري ارزښتونو ساتلو او عامه پوهاوي په برخه کې بيلابیل پروګرامونه ترسره کړې دي.

دا چې تر بل هر څه په ټولنه کې زیاته اړتیا علم او پوهې ته لیدل کیده په همدې تړاو یې بیلابیل پروګرامونه او کمپاینونه ترسره کړل.

د مطالعې کمپاین لړۍ یې تر کلیو او بانډو وغځوله او د پکتیکا پوهنتون  کتابتون لپاره یې پنځه زره جلده کتابونه د ملګرو په مرسته راټول کړل او د یوې غوڼډې په ترڅ کې یې ورته وسپارل.

 

دا چې  په پکتیکا کې بې وزله وګړي زیات دي د همدې لپاره یې د ملګرو په مرسته مهربان خیریه بنسټ جوړ کړ او د پکتیکا په په بیلابیلو ولسوالیو کې له بې وزله وګرو سره د مرستې لړۍ پيل کړه چې اوس هم دوام لري.

 

په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان د ځوانانو ښوونیز پارلمان ته بریالی شو او د پکتیکا د ځوانانو په استازیتوب یې له حکومتي مشرانو سره ناستې وکړي او هغوی ته یې په روغتیا او د پوهنې  په برخو کې طرحې وړاندې کړي.

 

په رسنیز بهیر کې فقیرزاده هم خپل مسولیت ادا کړی دی، د پکتیکا د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمیټي غړی دی او د کار په جریان کې یې له بیلابیلو رسنیو سره همکاري ترسره کړي دی او ښه کاري تجربه لري.

 لومړنۍ پیل یې په کابل کې له ورځپاڼي وکړ ورسته پکتیکا ته لاړ او هلته یې  له تلوسه راډیو سره نږدې  دوه کاله د ویاند په حیث دنده پيل کړه او په ژوندۍ بنه یې سیاسي او روغتیایي خپرونې پرمخ وړلي،  له ندای اګاه اژانس او یوشمېر نورو ورځپاڼو او ویب سایټونو سره خپله همکاري ښودلي دی.

 

 

وخت ناوخته فقیرزاده د هیواد په روان وضعیت تحلیلي لیکنې او لنډي کیسي لیکي چې اوس هم هیواد ته په خدمت مصروف دی...

 

دلته یې ټول تشریح کول لیږ ګران کار دی.

#د_لا_پرمختگ_او_بریا_په_هیله

 


اهداف کاندید

د افغانستان لپاره!

شااوخوا څلویشت کلونه کیږي چې په افغانستان کې جنک روان دی، چې له امله يې دا ملت له سلګونو بدبختیو او ناخوالو سره مخ کړی دی، موږ د نړۍ تر ډیره شاته پاتې ولس یو اړینه ده چې هر فرد د ټولنې او هیواد د پرمختګ لپاره لاس پکار شي.

د ګران هیواد افغانستان لپاره زموږ پلان او هدف ډیر واضعه دی، په ناچیزه امکاناتو موږ ددې ولس او هیواد لپاره ډیر کار کړی او که چیرته د ولس کور ته لار پيدا کړو زموږ هدفونونه او پلانونه به په دې ډول یې...

 د حکومت له کارونو څارنه او نظارت کول او اړونده وزیران استیضاح کول، تایید او رد رایه ورکول.

د ګران هیواد افغانستان لپاره سمه او د ولس د بسیا کیدو لپاره د قانون تصویبول.

د دولت لپاره کلنۍ بودیجه تصویب کول.

د خلکو او ولس ستونزې راپورته کول او تر اړونه مرجیعوو رسول او د هغوی ستونزو ته حل لارې پيدا کول.

او خپله رسمي رصختی د خلکو په منځ کې تیرول ، د هغوی ستونزې اوریدل او د حل لپاره یې اړین ګامونه پورته کول.

د قانون تطبیق کولو او عامه پوهاوي  لپاره پراخې هڅې کول.

په ملي موضوعاتو او مسایلو باندې بحث کول او تایید او رد کول.

د هیواد په داخل کې د تروریزم او قاچاق سره مبارزه د زورواکي او غضب مخنیوی.

 

په ټوله کې د ملي پروژو او ملي منافعوو څخه ملاتړ او دفاع قانون ته احترام او درناوی د ولس له حق حقوقو دفاع او د هیواد په پښو درول زموږ ستر پلانونه او هدفونه دي.

 

د خپل ولایت لپاره!

 

پکتیکا د افغانستان یو سرحدی او شاته پاتې ولایت دی، چې تر ډیره د مرکزي حکومت  له پامه او توجو لویدلی دی، دغه ولایت له ګن شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د تعلیم نشتون ، فقرغربت، بیکاري، ټولنیزي بې عدالتي ، روغتیا او بیارغونې کې پراخې ستونزې هغه لاملونه دي چې یاد ولایت یې تر ډيره شاته پاتې پريښی دی.

زموږ هدف په پکتیکا کې د شته ستونزو د حل لپاره باید اړین او کوټلي ګامونه واخیستل شي.

نو زموږ هدف پکتیکا کې شته ستونزو ته حل لارې لټول...

په پکتیکا کې د ځوانانو د ظرفیت لوړ او ورته د کاري فرصت برابرولو، د ښخو او نارینو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او عامه پوهاوی رامنځ ته کول.

په پکتیکا کې د ناوړه دودونو مخنیوی او په بدل کې یې اصل او ګټور دودونه بیا را ژوندي کول.

د ځوانانو په منځ کې د باور او ځان پيړندني روهیه راپيدا کول او د هغوی ترمنځ ملي وحدت تامینول.

د ولس او حکومت ترمنځ د شته واټن یا لرې والی له منځه وړل او له بې وزلو سره د مرستې او لاسنوي یو بل ته د درناوی روهیه پيدا کول.

قومي جوړښتونو ته وده ورکول او د قومونو ترمنځ د شخړو او ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کول.

پکتیکا کې د کلتوري ، فرهنګي هڅو ملاتړ او هغوی ته وداه ورکول.

او د ولس ستونزو ته په وخت رسدګي کول او د هغوی غږ تر اړونه مرجعو رسول او ورته اړینې حل لارې پيدا کول دي.

 

درناوی

 

د پکتیکا ولایت څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند ښاغلی عبدالحق فقیرزاده.

 


زبان ها

  • پښتو
  • دری
  • English
  • Urdu

تحصیلات

    مادل ماسټر

fa_IR
en_US fa_IR